امریکا: یو ځل بیا مو هم د اوکراین پر سر روسیې ته د خبرو وړاندیز کړی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

امریکا وایي روسیې ته یې د دوی د غوښتنو ځواب لېږلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې امریکا د مذاکراتو ملاتړې ده.

دده په خبره په نوو ځوابونو کې یې هم له روسیې سره د خبرو نوې لارې وړاندیز کړې دي او تمه لري چې روسیه هم د خبرو لار خپله کړي.

امریکايي چارواکي ویلي که روسیه د خبرو لار خپله نه کړي، نو سخت زیان به وکړي.

په وروستیو کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي.

روسیې د اوکراین شاوخوا سل زره پوځیان ځای پر ځای کړي او امریکا هم شاوخوا ۸۵۰۰ سرتېرو ته په سیمه کې د تیارسی امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن روسیې ته ګواښ کړی دی چې پر اوکراین د برید په صورت کې دې بېساري ناورین ته منتظر اوسي.

بایډن د ولسمشر په توګه خپل لومړني کلني کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، دوی کره شواهد لري چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي خو خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته روسیه دا کار وکړي نو له تر ټولو بدو پایلو سره به مخ شي.

بایډن ټینګار کړی دی چې که چېرته روسیه دا تېروتنه وکړي نو د دوی تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې به یې ساه ووځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي