نن په ناروې کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه ترسره کېږي.
نارويژي رسنۍ وایي چې دغه غونډه د ناروې په کوربه توب ترسره کېږي چې تر ډېره پکې افغانان په خپلو کې خبرې کوي، خو د ځینو نړیوالو بنسټونو استازي هم پکې ګډون لري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له دې غونډې موخه دا ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی او له کومو لارو چارو د بشري حقونو ساتنه وشي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی ناروې ته روان شوی دی.
متقي تر یاد سفر مخکې په یو غږیز پیغام کې ویلي، خوښ دی چې له نړیوالو سره یې سیاسي اړیکې پر ښه لور روانې دي او دوی هیله لري چې دا سفر به یې ښې لاسته راوړنې ولري.
هغه زیاته کړې ده چې، په دې درې ورځني سفر کې له به اروپایي، امریکایي او د یو شمېر عربي هېوادونو له چارواکو سره پر ګڼو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د هغه په وینا، دوی به دغه راز ناروې کې له یو شمېر هغو افغانانو او ښځینه مشرانو سره هم وګوري چې د بشري حقونو، بشري مرستو او رسنیو برخه کې فعال دي.
متقي ټینګار کړی دی چې د دې خبرو اصلي اجنډا به په هېواد کې د بشري ناورین مخنیوی وي.
په دې لیدنه کې به یاد کسان د افغانستان د ژغورولو یوه طرحه حکومتي لوري ته وړاندې کړي او تر بحث وروسته ټاکل شوې چې دغه طرحه نړیوالو اداراو ته هم وړاندې کړل شي.