چین وایي د افغانستان نوی حکومت دې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان په خپلو پښو درېدو ته اړتیا لري او دا مسئله هغه وخت ترسره کېدی شي چې نوی حکومت له نړیوالو سره ښې اړیکې او پراخ تعاملات ولري.
د چینایي لوري په خبره د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو نرمښت وښيي، کورني سیاست کې له نرمښت کار واخلي او له هېوادونو سره د اړیکو لرلو لپاره هڅه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وایي چې نوی حکومت باید نړیوالې ټولنې غړی وي او د دې موخې لپاره د نړیوالو غوښتنو ته درناوی شرط دی.
د یادونې ده چې تېره ورځ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د افغانستان د پخواني رژیم ډېری سفارتونه لا هم د پخواني نظام د ډيپلوماټانو په لاس کې دي خو د طالبانو تر واک لاندي اوسني نظام هڅې پیل کړې دي چې یاد سفارتونه راخپل کړي او خپل استازي ورولېږي.
راپور وړاندې لیکي چې یاد سفارتونه ډېری یې د پنجشیر د مقاومت ملاتړي دي.
که څه هم تر اوسه پورې هیڅ کوم هېواد د افغانستان ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی خو دوی د رسمیت خپلولو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي او په وار وار یې ویلي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره ټاکل شوي ټول معیارونه پوره کړي دي او نړیوالو ته په کار ده چې له دوی سره د یو حکومت په څېر روابط پیل کړي، خو دغې غوښتنې ته تر اوسه پورې هیڅ هېواد مثبت ځواب نه دی ویلی.