ټرمپ: د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته راګرځم

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې جوبایډن د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري.

ټرمپ ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې هم درغلي شوې ده او د دې درغلۍ په ترڅ کې د بایډن په څېر نالایقه کس د امریکا د ادارې واګې په لاس کې اخیستې دي.

هغه ویلي چې بایډن نه یوازې دا چې د امریکا په ګټه د هیڅ مثبت کار وړتیا خو نه لري، بلکې په وینا یې هغه امریکا ټولې نړۍ ته شرمولې ده.

ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي چې راتلونکو ټاکنو ته دې چمتو واوسي څو سپینه ماڼۍ بېرته خپل پخوانی برم تر لاسه او امریکا د بایډن په څېر نالایقه او خودخواه کسانو له لاسه له شرمېدلو او ټیټېدلو وژغورل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي