نیویارک ټایمز: د افغانانو کنګل شوې شتمني باید ژر ازاده کړل شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمۍ ازادې کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د شتمنیو د کنګل کېدو له امله پر رامنځ ته شوي بحران خبرې کړې دي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي.

په لیکنه کې راځي چې په افغانستان کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي، ژمي ژوند سخت کړی دی، خلک له بېکارۍ او لوږې سره مخ دي نو که امریکا پر خپل دريځ ولاړه وي دلته به ستر بشري ناورین لا پراخ شي.

نیویارک ټایمز دا هم وایي چې د امریکا له اجازې پرته له افغانستان سره هېڅ هېواد اقتصادي او بنسټیزې مرستې نه کوي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې خپل دریځ بدل کړي او د ماتې غچ دې په دې ډول کړنو نه اخلي.

په ورته وخت کې روسي رسنیو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله راپور ورکړی دی چې روسیه او چین د افغانستان په اړه ګډ نظر لري.

لاوروف زیاته کړې ده چې مسکو او پکن د افغانستان ستونزو ته رسېدګي خپل لومړیتوب بولي او دواړه هېوادونه به د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې یو له بل سره له نږدې کار وکړي او د مرکزي اسیا ځانګړې توګه د افغانستان ستونزو ته به جدي پاملرنه وکړي.

هغه ټینګار کړی دی چې مسکو په افغانستان کې وضعیت تر ژور څار لاندې لري او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې وضعیت سم لوري ته سوق کړي څو نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه په ارام شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي