په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپار نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې یا سېف د چېلډرن په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان دمګړی په سخت وضعیت کې دی او دې ناوړه اقتصادي وضعیت د ماشومانو پر ژوند مستقیم ناوړه اغېز کړی دی.
سرچینه وړاندې لیکي، چې همدا اوس شاوخوا ۱۳،۱ افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره د شاوخوا ۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
سېف د چېلډرن دغه راز وايي چې په افغانستان کې به په ۲۰۲۲ کال کې تر ۲۲ میلیونه ډېر وګړي بېړنیو بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.
په ورته وخت کې امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی دی.
د انبيسي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصاد سقوط مخنیوي په موخه نن له افغانستان سره ۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
راپور وړاندې لیکي، چې واشنګټن دغه راز له افغانانو سره د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده چې ډېر ژر به افغانستان ته واستول شي.
د یادونې ده چې مخکې تر دې د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي وو چې یوازې بشري مرستې نه شي کولی دغه هېواد له اقتصادي بحرانه وباسي بلکې امریکا باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالي پانګه هر څه ژر ازاده او بېرته د دغه هېواد بانکونو ته ولېږدوي.