روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د معتادینو لپاره ۸۸ روغتایي مراکز شتون لري.
د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې له درې مرکزونو پرته د ټولو مرکزونو ودانۍ کرایه شوي دي، چې د دې ودانیو په کرایه کولو کې هم فساد شوی دی.
نوموړي وویل چې په هېواد کې درې نیم میلیونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او هر معتاد د ورځې درې ډالره لګښت لري.
د ده په خبره اوسمهال په هېواد کې ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
عمر وویل دوی له د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف سره په ګډه کار کوي چې افغانستان کې د خوارځواکۍ ګواښ راکم کړي.
د روغتیا وزارت مسوولین وايي، دا مهال له دوی سره امکانات کم دي او نشي کولی چې په هېواد کې د کرونا ویروس ټول روغتونونو ته امکانات او معاشونه برابر کړي، خو هڅه کوي چې ددې ستونزو د حل لپاره بهرني مرستندویان پیدا کړي.