امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي.

امریکايي رسنۍ وايي د تخلیې په ماموریت کې سلګونه داسې ماشومان راوستل شوي چې تر دې دمه یې د کورنۍ او مور او پلار په اړه هېڅ راز معلومات نشته دي.

سي ان ان په خپل یوه تازه راپور کې وايي، د دوی موندنې ښيي چې تر دې دمه ۱۴۵۰ داسې ماشومان تشخیص شوي چې کورنۍ یې ورسره نشته دي.

د دوی عمرونه د لسو او اوولسو کلونو ترمنځ دي.

په امریکا کې د افغان کډوالو د تنظیم مسوولینو هم ویلي چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده او دا هم نه ده معلومه چې دغه ماشومان به کله او چېرته له خپلې کورنۍ سره بېرته یو ځای شي.

تر دې وړاندې هم ځينو امریکایي بنسټونو ددغه ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنه ښوودلې وه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي