د م.م امنیت شورا د افغانستان په اړه نوی پرېکړه لیک تصویب کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا په موخه نوی پرېکړه لیک صادر کړی دی.

ددغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې دغه مرستې باید د نوي حکومت هغو اداراتو او چارواکو ته و نه رسېږي چې له بندیزونو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کوي چې باید بشردوستانه مرستې پر وخت اړمنو کسانو ته ورسېږي او دوی ټینګار کړی چې د افغانستان پر نوي حکومت به یې بندیزونه دوام کوي او پوره احتیاط به کېږي چې له مالي سرچینو استفاده و نه کړي.

په ورته وخت کې یونما د بشردوستانه مرستو لپاره د امنیت شورا لا ډېر اقدامات غوښتي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تازه پرېکړې هرکلی کوي خو په دې د افغانستان د خلکو ستونزې په بشپړه توګه نه شي حل کېدلی.

یونما وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په کار ده چې افغانانو ته د لا ډېرو مرستو د رسولو په موخه خپل اقدامات چټک کړي او داسې ګامونه پورته کړي چې په ترڅ کې یې دغه هېواد له اقتصادي بحران وژغورل شي.

د یونما په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او ملګري ملتونه په دې لټه کې دي چې د اړمنو لپاره لا ډېرې مرستې راټولې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي