په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره هممهاله پر بايډن او امریکايي حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو، په امریکا کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ځینې اداراتو په بېلو لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه وایي پر بایډن فشارونه ډېر شوي او ښایي دې ته اړ کړل شي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او یا هم پر بدېلو لارو چارو فکر وکړي.
له هغه وروسته چې طا لبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د بايډن ادارې پرېکړه وکړه چې د هېواد شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړي.
دې مسئلې د افغانستان په اقتصادي چاپېریال کې بې باوري رامنځ ته کړه، چې نه یوازې د پانګو د تېښتې سبب شوه بلکې په هېواد کې یې اقتصادي وضعیت ناوړه کړی دی.
په ورته وخت کې امریکا وایي د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې وکړی شي افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نقدې پیسې هم ولېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بشپړ معلومات لري او له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسول شي.
دده په خبره همدا اوس له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره په دې اړه بحثونه روان دي چې څنګه وکړی شي افغانستان ته د بشردوستانه مرستو تر څنګ نقدې پیسې هم ولېږي او هلته د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوی وکړي.
امریکا همدا راز وايي چې تر دې دمه امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی، خو دوی په یوازې ځان دغه ناورین نه شي کابو کولی نو له همدې امله د سیمې له هېوادونو هم غواړي چې له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
هغه د کنګل شوې شتمنۍ په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم زیاته کړې چې د تخلیې ماموریت به ادامه لري او د پای نېټه یې نه ده مشخصه شوې.