پښتین: عمران خان دې په دروغو د افغانانو اصیل فرهنګ نه بدرنګوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانانو/پښتنو په اړه د عمران خان څرګندونې دروغ او له حقیقته لرې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې افغانان اصیل او غني فرهنګ لري او هغوی هیڅکله ښځې له خپلو حقه حقونو څخه نه دي بې برخې کړې.

پښتین ټینګار کړی دی چې عمران خان باید په خپله دروغجنه خوله د افغانانو اصیل فرهنګ بدرنګه نه کړي او پر بې ځایه قضاوتونو دې د خلکو له احساساتو سره لوبې نه کوي.

منظور پښتین څرګنده کړې ده چې د افغانانو تاریخ د ښځو له اتلولیو ډک دی او دا د دې ښکارندویي کوي چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ښځې له خپلو حقونو څخه نه دي بې برخې کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د عمران خان وروستیو څرګندونو ته د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی هم توند غبرګون وښود.

کرزي د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي.

د حامد کرزي له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د عمران خان دا خبرې چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

نوموړی د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي.

کرزي همدا راز ویلي، چې پاکستان دې په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې نه کوي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره دې کوښښ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو په کار د طالبانو بندیز د افغانستان کلتوري موضوع وبلله.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي