ترکیه: افغانستان کې د ثبات یوازینۍ لار ا.ا سره تعامل دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ترکیې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بحران مخنیوی وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته ویلي چې اسلامي نړۍ باید په افغانستان کې د روان وضعیت کنټرول لپاره لاس په کار شي څو په دغه هېواد کې د اقتصادي او انساني ناورین مخنیوی وشي.

هغه ټینګار کړی دی چې سولې او ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار د دغه هېواد له نوي حکومت سره تعامل دی.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم ویلي چې پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه او تضعیف یې د ټولو په زیان دی نو نړۍ ته په کار ده چې افغانستان سره سالمو روابطو ته رامخکې شي.

په ورته وخت کې ایران وایي د افغانستان د کشالې د حل یوازینۍ لار په دغه هېواد کې یو ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت جوړول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په اسلام اباد کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان په اړه اندېښنې لري.

هغه چې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی وایي، د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او په خبره یې د اوسنۍ کشالې د حل یوازینۍ لار دا ده چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت رامنځ ته شي.

د عبدالهیان په خبره د اسلامي همکاریو سازمان باید دا مسئله د افغانستان نوي حکومت او ټولو ګډون کوونکو هېوادونو ته واضح کړي چې دغه هېواد یوازې د یوه ټولشموله حکومت پر مټ دایمي ثبات ته رسېدلی شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي