امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

امریکا له افغانسان سره شاوخوا ۴۷۰ میلیونه امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، امریکا پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړي.

د وېسټ په خبره له دې پیسو به په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار اخیستل کېږي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به لګول کېږي.

نوموړي همدا راز ویلي چې روان کال به افغانستان ته د کرونا یو میلیون ډوزه نور واکسین هم ورکړي.

امریکا داسې مهال له افغانستان سره د بشردوستانه مرستې اعلان کوي، چې د افغانستان د شتمنۍ پر کنګل کېدو یې ټینګار کړی دی او له دې امله په هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت رامنځ ته شوی دی.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی.

د سرچینې په خبره میلیونونه افغانان دمګړی د خوړو له کمښت او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

سرچینه وایي چې همدا اوس په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو اووه یې خپل خواړه په پور اخلي او دا مسئله اقتصادي وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي.

د خوړو نړیواله اداره وایي په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره باید پر وخت اقدام وشي او په دې توګه دې د میلیونونه وګړو ژوند وژغورل شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو څانګې هم په افغانستان کې پر وضعیت اندېښنه ښوودلې او د مرستو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي