کولمبیا: له افغانستان سره د ۵۵ کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو تجربې شریکوو

د کولمبیا هیواد چارواکو ویلي چې چمتو دي له افغانستان سره د خپل هیواد د ۵۵ اوږدې جګړې تجربې شریکې کړي.

دا خبرې په هیند کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي.

سرچینې ویلي: ښاغلي فرید ماموندزي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان له پاره د کولمبیا غیر مقیمې سفیرې اغلې مارینا پاچیکو سره وکتل.

سرچینه وايي، دواړو لورو د سیمې او نړۍ پر روان حالت خپل نظرونه تبادله کړل او په ځانګړي توګه یې د افغانستان د سولې پر بهیر او په دې برخه کې یې د لاسته راغلو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ماموندزي په په هند کې د کولمبیا سفیرې چې په عین حال کې د افغانستان له پاره د غیرې مقیمې سفیرې دنده هم پر مخ وړي وویل چې د خبرو او مذاکراتو له لارې په کولمبیا کې د ۵۵ کلنې اوږدې جګړې پای ته رسول او د سولې بریالۍ هڅه د افغانستان د سولې له پاره اهمیت لري او په دې برخه کې یې د اغلې پاچیکو له نظریاتو او لیوالتیا څخه مننه وکړه.

اغلې پاچیکو د افغانستان د سولې په بهیر کې له افغان لوري سره د افکارو او تجربو د شریکولو له پاره چمتوالی وښود او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې ځانګړې لیوالتیا لري.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د افغانستان او کولمبیا ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا او د سولې پر محور بحثونو ته به دوام ورکوي.

وروستي مطالب