ملګري ملتونه: شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.

د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی.

د سرچینې په خبره میلیونونه افغانان دمګړی د خوړو له کمښت او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

سرچینه وایي چې همدا اوس په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو اووه یې خپل خواړه په پور اخلي او دا مسئله اقتصادي وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي.

د خوړو نړیواله اداره وایي په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره باید پر وخت اقدام وشي او په دې توګه دې د میلیونونه وګړو ژوند وژغورل شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو څانګې هم په افغانستان کې پر وضعیت اندېښنه ښوودلې او د مرستو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي