پر نړۍ د عبدالله غږ: طالبان د مذاکرې دوام ته وهڅوئ

د سولې د عالي مصالحې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرې پیل کړي.
دغه څرګندونې عبدالله عبدالله پرون د عالي مصالحې د شورا په پرانیست غونډه کې وکړې.
له یوې میاشتې راهیسې قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې ځنډلې دي.
عبدالله عبدالله له امریکا، نړیوالو متحدینو، اسلامي هېوادونو او نورو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو نه غوښتي چې د افغان سولې ملاتړ وکړي او طالبان دې د سولې میز ته راوبلي.
له یوې میاشتې چې د سولې خبرې درېدلي طالبانو دریو هېوادونو مسکو، ایران او ترکمستان ته سفرونه کړي چې موخه یې هم افغان سوله ښودل شوې.
ډاکټر عبدالله دا هم زیاته کړې چې هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده، له بلخوا ولسمشر هم څه موده وړاندې پر طالبانو د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.
خو له بله پلوه بیا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ رسنیو ته ویلي چې د سولې خبرو کې ځند یوه طبیعي خبره ده.
نوموړي زیاته کړې چې دوی د تاوتریخوالي کچه نه ده لوړه کړې بلکې حکومت دوی مجبوروي.
ده وویل چې حکومت هوایې بریدونه کوي چې ددوی وسله وال هم ورته بېرته ځوابیه بریدونه ترسره کوي.
په همدې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مکنزي د منځني ختیځ په انسټټیوټ کې په یوې انلاین غونډه کې ویلي چې افغانستان کې لا هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه لوړه ده.
جنرال مکنزي ویلي چې د جوبایدن د حکومت د طالبانو د ارزونې په اړه اندېښمن دی.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا نغواړي طالبان افغانستان یو ځل بیا د د دوی پر وړاندې استعمال کړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې د روان میلادي کال په مې میاشتې کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.
د یادونې وړ ده د امریکا نوي حکومت ویلي چې د دغې هوکړې په اړه به له سره غور وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ