صنعت وزارت: نړیوال شرکتونه دې د افغانستان پر لیتیمو پانګونه وکړي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر سترو نړیوالو شرکتونو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د لیتیمو په ګډون د نورو کانونو پر استخراج پانګونه وکړي.

د یاد وزارت په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په ټول افغانستان کې امنیت خوندي دی او نړیوال پانګوال کولی شي په ارام زړه پانګونه وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې ده چې د افغانستان د لیتیمو ارزښت د سعودي عربستان د نفتو د بيې سره برابر دی، نو ستر نړیوال شرکتونه دې د دې قیمتي کان پر استخراج پانګونه وکړي.

یاد وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د کانونو سرپرست وزیر هم په دې وروستیو کې ویلي چې طبیعي زېرمې د افغانستان د ځان بسیاینې او ابادۍ لپاره کافي دي او په خبره یې ټول هېوادونه کولی شي چې د اصولو مطابق په افغانستان کې د کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان ا.ا مسوولین وایي چې د قزاقستان لخوا شپېته ټنه تېل کندوز ولایت ته را رسېدلي دي.

د کندوز ولایت د شېرخان بندر د نفت او ګازو مسولین وايي، چې له لسو کلو وروسته دا درېیم ځل دی، چې له قزاقستان هېواد څخه د شېرخان بندر له لارې نږدې ۶۰ ټنه تېل کندوز ته را رسېږي.

دوی ملي سوادګرو ته ډاډ ورکړی، چې ا.ا د نفت او ګازو د لېږد په برخه کې هر راز همکاریو ته چمتو دی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو سره هممهاله د تېلو او خوراکي قیمتونه په بېسارې توګه لوړ شوي دي چې دې چارې افغانان سخت اندېښمن کړي دي خو ا.ا ډاډ ورکړی دی چې ژر به د افغانۍ ارزښت بېرته لوړ شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي