د کابینې پرېکړه؛ د افغانۍ د ثبات لپاره به هر اړخیزه هڅه کېږي

رنګین تجريدي ډیزاین

حکومت د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده.

د راپورونو له مخې تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه وکړي او ټول هغه عوامل مشخص کړي چې د روان اقتصادي وضعیت او افغانۍ د بې ثباتۍ سبب شوې ده.

کابینې همدا راز د ډالرو پر قاچاق بندیز لګولی دی او یادې کمېټې ته یې دنده سپارلې ده چې په دې اړه شته مافیايي کړۍ مشخصې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

کابینه داسې مهال د افغانیو د ثبات لپاره په اقدام لاس پورې کوي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې مخینې توګه راټيټ شوی دی او خلکو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي