د لامبو وهنې نابینا افغان لوبغاړي لندن کې درېیم مقام وګاټه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د لامبو وهنې نامتو افغان لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کي د سل هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ د لامبووهنې په سیالیو کې درېیم مقام وګاټه او افتخاري مډال ورکړل شو.

دا سیالي تېره شپه لندن کې وشوه، چي پکې ولي محمد نوري یوازینی نابینا لوبغاړی و او د راپورونو له مخې پاتې نور ټول لوبغاړي بیا فزیکي روغ ول، خو ذهني ستونزې یې لرلې.

ولي محمدنوري وروسته له هغه دې مقام ته ځان ورساوه، چې ټاکل شوی پنځوس متره واټن یې په ۵۹ ثانیو کې طی کړ.

دا په داسي حال کې ده، چې تر دې مخکې افغان لوبغاړي ولي محمد نوري لندن کې د نابینا لوبغاړو ترمنځ د ځغاستي په سیالي کې لومړی مقام ترلاسه کړی و.

هغه سیالي د ۵۰۰ لوبغاړو ترمنځ د لس کلیو متره واټن په وهلو سره ترسره شوه، چې پکې نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري لومړی مقام وګاټه.

تر یادو مقامونو ګټلو وروسته ولي محمد نوري پر ټولنیزو رسنیو زیات وستایل شو.