کاملوف: پر افغانستان دې اقتصادي فشارونه ختم کړل شي

رنګین تجريدي ډیزاین

ازبکستان پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

دده په وینا په ګاونډي افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.

د کاملوف په خبره په افغانستان کې ددې وخت نه دی، چې نړیواله ټولنه له فشارونو کار واخلي او یا د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي.

تر دې وړاندې روسیې، چین او پاکستان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان کې کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.

په ورته وخت کې د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو په ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې اسلامي هېوادونه دې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

د دوی په خبره افغانان په دې سختو شرایطو کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددغه هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي، نو له همدې امله د اسلامي هېوادونو هر وګړي، سیاستوال او مرستندویه بنسټ ته په کار ده چې له افغانستان سره تر خپلې وسې مرسته وکړي.

بلخوا ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غونډه هم ترسره شي او هلته به مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي