امریکا: طا لبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې شتمني نه ازادوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان په هره برخه کې له روان وضعیت خبر دي.

دده په خبره د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځيو او دندو ته د نجونو له نه تګ او نورو مسایلو خبر دي، خو تر هغه چې په افغانستان کې له هر څه ډاډه نه شي د کنګل شوې شتمنۍ ازادول او رسمیت پېژندلو پروسه به پيل نه شي.

د ويسټ په خبره دوی ډاډه نه دي چې نوی حکومت به د ښځو حقونو رعایت کړي کنه او همدا راز و به کړی شي کنه چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږي چې له افغانانو سره همدردي لري، خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري چې باید عملي کړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي