اروپایي ټولنې په پاکستان کې د بشري حقونو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې که چېرته د پاکستان حکومت د سختدریځۍ پر ضد کوم اقدامات کړي وي نو مهرباني دې وکړي خپل شواهد دې وړاندې کړي.
یادې ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې نور په دغه هېواد کې مذهبي تاوتریخوالی او د سختدریځو پر وړاندې نرم چلند ورته د منلو وړ نه دی.
اروپایي ټولنې دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې وړمه ورځ په پنجاب ایالت کې د یوې کارخانې دننه پارېدلو ملازمانو د کارخانې سریلانکایي منېجر پریانتا کمارا په وهلو ډبولو وژلی او وروسته یې د هغه مړی سوځولی دی.
دغې ټولنې له پاکستانه غوښتي چې د مذهب سپکاوي پر قانون بیاکتنه وکړي خو پاکستان ویلي چې دوی مذهب ته د سپکاوي پر قانون د بیا کتنې اړتیا نه ویني.