ریاست الوزرا: نړۍ دې د فشار پر ځای خبرو ته را مخکې شي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې کړې دي.

په ورته وخت کې د ازبیکستان استازي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلې دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه دغه راز ویلي چې دوی به د ا.ا د مثبتو اقداماتو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې بشپړ ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې نن د افغانستان او نورو موضوعاتو په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیلېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې مخکې خبریالانو ته ویلي چې افغانستان هم ددې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامل دی.

هغه ویلي چې د افغانستان پر اوسني وضعیت، له دغه هېواد د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته رامنځ ته شوو اندېښنو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د طا لبانو واک ته رسېدل د دوی لپاره خواشینوونکي دي خو تمه لري چې له دغه هېواد ترهګریز ګواښونه جوړ نه شي.

سټولټنبرګ همدا راز ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې له خپل شل کلن حضور درسونه هم اخیستي دي او د ناټو لپاره سترې تجربې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي