د کرونا نوې بڼې اروپا اندېښمنه کړې ده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

له بندیزونو سره سره په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کرونا نوې بڼه ثبت شوې ده.

د راپورونو له مخې دمګړی په برېټانیا، المان، چک او هالنډ کې د کرونا ویروس نوې بڼه ثبت شوې ده.

د کرونا نوې بڼه امیکرون نومول شوې چې روغتیايي پوهان یې خطرناکه او پرمختللې بولي.

دوی وایي چې د کرونا دا بڼه په چټکۍ پراخېږي او تر څنګ یې د کرونا اوسني واکسین ددغه ویروس پر وړاندې مقاومت نه لري.

برېټانیايي چارواکي وايي د کرونا اوسنۍ بڼې اندېښمن کړي دي او هڅه کوي چې په اړه یې لا ډېرې پلټنې وکړي.

د یادونې ده چې متحده ایالاتو د اروپایي ټولنې په همغږۍ پر اوو افریقایي هېوادونو د سفر بندیز لګولی دی.

راپورونه وایي چې امریکا او اروپا وروسته تر هغه له اووه افریقایي هېوادونو زیمبابوې، نامیبیا، لیسوتو، ایسواتیني، موزمبیق او مالاوي څخه د الوتکو پر ورتګ بندیز ولګاوه چې په افریقا کې د کرونا وبا د یوې خطرناکې بڼې د کشفېدو راپور ورکړل شو.

د راپورونو له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې جمعې په ورځ په افریقا کې د اومیکرون په نوم د کرونا ویروس د یوې نوې خطرناکې بڼې ثبتېدو راپور ورکړ او نورې نړۍ ته یې پر خپرېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي