کانګریس؛ د امریکا د شل کلن ماموریت د ارزونې امر کړی

رنګین تجريدي ډیزاین

د امریکا کانګریس په افغانستان کې د امریکا د ماتې او د افغان حکومت د سقوط د هر اړخیزې پلټنې امر کړی دی.

د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس یو پلاوی ګومارلی چې په هر اړخیزه توګه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې بیا د کابل تر سقوط پورې د امریکا ټولې تېروتنې و ارزوي او په دې موده کې د څلورو امریکايي ولسمشرانو د ماموریتونو څرنګوالی هم ثابت کړي.

کانګریس دغه راز ویلي له ټولو اطلاعاتي، استخباراتي او نظامي اداراتو دې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشي او ټول اطلاعات دې و ارزول شي چې چا د افغانستان په اړه څه ډول مشوره ورکړې ده.

کانګریس همدا راز ویلي ټول هغه اشخاص او امریکايي مقامات باید مشخص شي چې د افغانستان په اړه یې مشورې ورکړې دي او د دوی د پرېکړو او مشورو پایلې باید روښانه کړل شي.

کانګریس سپارښتنه کړې چې دغه پلاوی باید پراخ کړل شي، مشري به یې د کانګریس غړي کوي خو په هغه کې به د امریکا ټولې اړوندې ادارې هر اړخیزه همکاري کوي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا کانګریس د افغانستان د شل کلن وضعیت، امریکايي ماموریت، کابل د سقوط، پایلو او ښکېلو اشخاصو په اړه د پلټنو سپارښتنه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي