پي.بي.ایس: د مرستندویه بنسټونو فعالیت ته سخته اړتیا ده

رنګین تجريدي ډیزاین

نړیوال مرستندویه بنسټونه دې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

پي بي ایس رسنۍ په افغانستان کې وروستیو بشردوستانه خدماتو ته کتنه کړې او وایي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سرچینې په خبره نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي او بشردوستانه خدمات ورسوي.

له دغه رسنۍ سره په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالو موسسو په خبرو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت اوس د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره مناسب دی او تر څنګ یې زرګونه کسان مرستو ته اړتیا لري، نو له همدې امله نړیوالو موسساتو ته په کار ده چې راشي او په افغانستان کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.

بلخوا امریکايي رسنۍ وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې زرګونه ماشومان له خوارځواکۍ وژغوري.

یو ایس اې ټوډې نشریې په یوه راپور کې ویلي چې دمګړی شاوخوا ۳،۵ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي چې باید له دې سخت وضعیت وژغورل شي.

نشریه وایي نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې له افغانستان سره پر وخت اړینې مرستې وکړي او د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.

سرچینه وړاندې لیکي چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه وګړي له خورا سختې لوږې سره مخ دي خو په ټوله کې دلته له بېوزلۍ او لوږې سره د مخ کسانو شمېر تر ۲۴ میلیونه وګړو هم اوړي.

په راپور کې راځي چې د روان کال له پیله په افغانستان کې بېکاري او نا امني د لوږې او بېوزلۍ د پراختیا لامل شوې چې وروستي تحولاتو دا لړۍ لا پراخه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام بیا دغه رسنۍ ته ویلي چې دوی په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې لپاره میلیونونه ډالرو ته اړتیا لري او هڅه کوي له مرستندویه هېوادونو یې ترلاسه کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي