امریکا او هند د افغانستان په اړه همکارۍ ډېروي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

امریکا او هند په افغانستان کې د ګډو ګټو پر تامین ټینګار کړی دی.

د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په پلازمینه نوي ډهلي کې یې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجيټ ډول او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې شوې دي او ټينګار شوی چې هند او امریکا به په افغانستان کې د ګډو ګټو د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

دوی همدا راز د افغانستان په اړه په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی او امریکا هند په سیمه کې خپل باوري متحد یاد کړی.

هندي لوري هم ډاډ ورکړی چې دوی په سیمه کې د ثبات لپاره له امریکا سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په ورته وخت کې هند او فرانسې پر افغانستان خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې یوه هندي پلاوي په پلازمینه پاریس کې له فرانسوي چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې هندي لوري ویلي چې دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او دا وېره ورسره ده چې هسې نه افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

فرانسوي لوري ویلي چې دوی هم له نړۍ او هند سره په ګډه د افغانستان پر وضعیت کتنه کوي او تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي امنیت او ثبات تامین شي.

هندي لوري ویلي دوی په نړیوالو کنفرانسونو په تېره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هڅه کوي افغانستان ته د نړۍ پام واړوي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې له دې ځایه به سیمې ته ګواښونه نه جوړېږي.

هندي لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نوي حکومت سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان به هېڅ ډول ګواښ نه ورته جوړېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي