کورنیو چارو وزارت: پر پاکستان د نظامي وسلو پلور پروپاګند دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

پر پاکستان د نظامي وسلو د پلور په اړه د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ته ا.ا غبرګون ښودلی.

کورنیو چارو وزارت هغه راپور پروپاګنډ وباله چې ګنې دوی پر پاکستان له امریکايي عسکرو پاتې شوې وسلې پلوري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي وویل، دوی د وسلو د پلور او قاچاق پر وړاندې سخت دریځ لري او هغوی چې نظامي تجهیزات قاچاق کوي، له سخت چلند سره به مخ شي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې وړمه ورځ ولیکل، پاکستان غواړي له افغانستانه د هغو امریکايي عسکرو وسلې وپيري چې له هغوی پاتې شوي دي، څو د پاکستاني طالبانو لاسته و نه لوېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شول او په کې ادعا وشوه چې د افغانستان پوځي تجهیزات او وسایط له هېواده د باندې په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته لېږدول کیږي.

خو طالبانو دا موضوع رد کړه. تردې څه موده وړاندې د ملي دفاع وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې له ټولو نظامي چارواکو وغوښتل چې پوځي تجهیزات نږدي قول اردوګانو ته وسپاري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي