د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله زرګونه کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو له امله همدا اوس شاوخوا ۵۵ زره لوی او واړه سوداګر زیانمن شوي او کاروبارونه یې له ګواښ سره مخ دي.
سرچینه وایي چې ددې تر څنګ د پولې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه چې ډېری یې تازه مېوه او سبزیجات لېږدوي ولاړ دي او توکي یې د خرابېدو په حال کې دي.
سوداګرو له دواړو لورو غوښتي چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې حل کړي، لار دې د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي او سوداګرو ته دې د میلیونونه ډالرو زیان د اوښتو مخنیوی وکړي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د تورخم دروازه د خلکو پر مخ پرانیستل شوه؛ خو د څو ساعتونو وروسته بیرته د ګڼې ګوڼې له امله وتړل شوه.
بلخوا سي بي ایس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی؛ نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې دغه هېواد له اقتصادي سقوط وژغورل شي.
په دې راپور کې راغلي چې زرګونه کسان دمګړی د ژوند کولو لومړنیو اسانتیاوو ته اړتیا لري، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او مرستندویه موسسې هم یوازې دومره مرسته ورسره کوي چې د څو ورځو لپاره ژوندي پاتې شي.
سرچینې ته د چارو پوهانو ویلي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري، ژر تر ژره دې له اړمنو سره مرستې پيل کړي او د احتمالي بشري ناورین مخنیوی دې وکړي.