روسیه: طالبان د همه شموله حکومت په جوړولو سره بریا ته رسېدلی شي

سپینه تجريدي ډیزاین

روسیه وایي طالبان د همه شموله حکومت په جوړولو سره بریا ته رسېدلی شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې طالبان یو پیاوړی او همه شموله حکومت جوړ کړي.

دده په خبره طالبان هغه مهال بریا ته رسېدلی شي چې همه شموله حکومت جوړ کړي او د افغانانو خبرو ته غوږ کېږدي.

دده په وینا د افغانستان راتلونکی حکومت چې څومره پراخ وي او څومره د بېلو اړخونو ګډون پکې ډېر وي دومره د افغانستان او طا لبانو په ګټه دی.

هغه تمه څرګنده کړې چې طالبان وکړی شي د پیاوړي حکومت په جوړېدو بریالي شي، څو په افغانستان کې د کلونو ناورین او غمېزه ختمه کړل شي.

د یادونې ده چې په دغه غونډه کې د رییس الوزرا مرستیال له نړیوالو غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د راپورونو له مخې د رییس الوزار مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مسکو په غونډه کې وینا کړې ده او په خپلو خبرو کې یې ټینګار کړی چې د نړۍ هېڅ راز فشار ته به تسلیم نه شي.

نوموړي ویلي افغانان له اوږدو کلونو وروسته د یوه پیاوړي او مرکزي حکومت خاوندان شوي دي او دا اوس د نړۍ مسوولیت دی چې د دوی د خوښې حکومت په رسمیت و پېژني.

د حنفي په وینا دوی له نړۍ سره د متمدنو اړیکو او تعامل په لټه کې دي او ددې غوښتونکي دي چې له ټولې نړۍ سره ښې او پراخې اړیکې ولری.

حنفي دغه راز ټینګار کړی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ځکه دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او په دې توګه دې امریکا د فشار هڅه نه کوي.

حنفي ټینګار کړی دی چې دوی به هېڅ راز فشار ته تسلیم نه شي او په هېڅ صورت به د فشار خبره و نه مني خو د یوه مسوول حکومت په توګه له نړۍ سره خبرو او تعامل ته تیار دي.

په دغه غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ تر ټولو ستر لامل اقتصادي کمزوري او د امریکا له لوري ددغه هېواد د شتمنۍ کنګل کېدل دي.

لاوروف دغه راز وویل چې ترهګرې ډلې د افغانستان له همدې اوسني وضعیت استفاده کوي او په دې هېواد کې د رېښو ځغلولو په لټه کې دي.

د لاوروف په وینا ترهګرې ډلې غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې ټولې نړۍ او په تېره سیمې ته ګواښونه جوړ کړي چې له همدې امله له افغانستان سره د مالي مرستو ترسره کول مهم دي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې شي، ددې هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او په اقتصادي برخه کې دې ددغه هېواد لاسنیوی وشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي