مجاهد: د تیلفوني مکالمو نرخ راټیټوو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان ا.ا وایي دوی په دې لټه کې دي چې د تلیفوني مکالماتو نرخونه راټيټ کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي د مبایلونو له کرېډيټ کارتونو لس سلنه مالیه ا.ا ته راځي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي.

دده په وینا دمګړی په هېواد کې د تلیفوني مکالماتو نرخونه لوړ دي چې په همدې موخه یې یو هیت ګومارلی دی او دوی به له مخابراتي شبکو سره تر خبرو اترو وروسته ددې نرخونو د ټيټولو لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړې چې د مخابراتي سیستم پیاوړي کول او لا پراخول یې له مهمو کارونو دي.

دا په داسې حال کې ده چې عام خلک د مخابراتي شبکو د نرخونو له زیاتوالي څخه سر ټکوي او له تېر حکومت یې هم ډېر کله غوښتنه همدا وه چې د مخابراتي شبکو د نرخونو په زیاتوالي کې دې کموالی راولي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي