د افغانستان ا.ا د فرهنګي کمیسیون غړي جنرال مبین په یوه تلویزیوني مرکه کې پر پاکستان توندې نیوکې کړې دي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي کې تغیر نه دی راغلی او له پیله تر اوسه له افغانانو سره د دښمن په څېر چلند کوي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان ناټو او امریکا ته خپلې دروازې پرانیستي وې خو کله چې خبره د افغانانو د ګټې شوه نو دوی خپلې دروازې وتړلې.
هغه د پاکستان له لوري د چمن دروازې تړلو ته په اشارې ویلي چې دی ځان ته د مسلمان هېواد خطاب هم کوي خو سیاستونه یې په بشپړه توګه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي.
مبین دغه راز ویلي چې ا.ا په اوسنیو شرایطو کې نشي کولی چې له پاکستان سره جګړه وکړي خو په خبره یې، سالمه پالیسي به مخته وړي او هڅه به کوي چې له مناسبو لارو اوسنیو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم پاکستان د افغان سوداګرو پرمخ خپلې دروازې وتړلې او افغان سوداګرو ته یې لوی تاوانونه واړول.
په ورته وخت کې ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له انادولو اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د نړۍ له لورې د افغانستان د نوي دولت په رسمیت پېژندل وخت ته اړتیا لري خو سیمه ییز هېوادونه دې تر نورو ژر دوی په رسمیت وپېژني.
مقتي څرګنده کړې چې ټوله نړۍ کولی شي د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه ویلي، چې له امریکا یې هم غوښتي څو د افغانستان په بیا رغونه کې رغنده ونډه واخلي.
متقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی له واشنګټن نه هم د دوه اړخیزو اړیکو رغولو غوښتنه کړې ده او تمه ده چې ټول هېوادونه له افغانستان سره ښې دوستانه اړیکې ورغوي.
هغه دغه راز د افغانستان په بیا رغونه کې د ترکیې رول هم مهم یاد کړی دی او په خبره یې له نړۍ سره د افغانستان د نوي دولت اړیکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي.