لیکنه: عبدالرقیب سایل
هېواد کې وروستی بدلون ناڅاپي پېښه نه ده. امریکا پلان دا نیولی و چې واګي په مسوولیت طالبانو ته ورکړل شي ځکه دوی ۱۸ میاشتې په دې بحث وکړ. د افغانستان دننه مطرحو ګوندونو، سیاسي څېرو، سیمې هېوادونو او خپله له جمهوریت سره له مسلسلو خبرو وروسته او د طالبانو پرلپسې ضد له امله امریکا مجبوره وه چې خپله تسلیمي ومني.
ټوله هڅه دا وه چې امریکا سلامته له افغانستانه ووځي او د اوړو یوه پزه ځان ته کېږدي، خو د پخواني ولسمشر محمداشرف غني له پام غورځولو او ده ته د ناسمو او غوولونکو معلوماتو رسېدو یاده ټوله طرحه شوې معضله له صفر سره ضرب کړه.
په جوړ شوي پلان کې د غني ونډه مبهمه وه او ښکېلو لوریو ځکه له پامه غورځولی و چې پاکستان، ایران او د دغو هېوادونو نورو ملاتړو رایه دا وه چې په تحول کې یوازې غني او ډله یې وسوځیږي.
هغه وروستۍ پرېکړه – چې ګواکې کابل به له دوه تر درې میاشتو پورې د جمهوریت تر واک لاندې وي ترڅو د واک ښه لېږد وشي – هم تر پوښتنې لاندې ده.
ولې امریکا افغانستان ته وار له واره د امریکايي درې زره پوځیانو راتګ منلی و او راغله، بله دا چې ولې له یوې داسې مهمې پرېکړې چې د یوه نظام د ړنګېدو خبره وي خو د وخت له منتخب حاکم پټه پاتې شي؟
یادو پوښتنو او دغې خامې معضلې غني مجبور کړ چې له هېواده د ناڅاپي وتلو پرېکړه وکړي. سمه ده چې د هېواد د لومړي مسوول په توګه د هغه ناڅاپي وتلو کړکېچ لاپسې زیانمن کړ خو که پاتې شوی هم وی نو لاس تړلی به طالبانو ته ور تسلیم شوی و چې دا به د تاریخ یو بل مهم داغ ثبت شوی وی.
د پلان ګډوډېدو او طالبانو ته د هېواد د مسوولیت ورګرځېدو له امله چې د ډېر ناورین مخه ونیول شي، له ارزونو او مهمو مشورو پرته د چارو پر مخ وړلو لپاره طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.
امریکا، د سیمې هېوادونه اروپايي اتحادیه او نړیواله ټولنه تر اوسه په تمه ده چې طالب له سیمې او نړۍ سره د تعامل سیاست لپاره څنګه اقدمات کوي ترڅو د دوی مشروعیت ورو، ورو مطرح شي خو دا دی تر اوسه دوه میاشتې تېرېږي خو یوه هېواد هم د رسمیت لپاره مازې خبره هم نه ده کړې.
امریکا او په ټوله کې نړیوالې ټولنې فکر کاوه چې پاکستان، روسیه، چین، ترکیه او نورو اسلامي هېوادونه به افغانستان کې اسلامي امارت ژر ومني خو تر غربي بلاک وړاندې همدغه هېوادونه چې ګواکې د طالبانو پر ملاتړ تورن و، خو د رسمیت پېژندو خبره تراوسه څوک نه یادوي.
ممکن دوی هر یو خپل سیاست او ګټې په نظر کې لري خو د افغانستان د چارو مدیریت او دلته د ناورین ډېرېدو له امله د سیمې هېوادونه لکه پاکستان، ایران، ترکیه، ازبکستان، تاجیکستان او حتی روسیې ته ګواښونه متوجه دي چې دغه حالت، نه دغو هېوادونو ته د منلو دی او نه ملګرو ملتونو ته ځکه د یو بل مهم پلان لپاره لابي پیل شوې ده چې په هغه کې غني تر بحث لاندې دی.
افغانستان کې واګې طالبانو په زور یا له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې واخیستې خو په دغه هېواد کې نورو ګوندونو او ډلو ته د منلو نه دی. خو دا چې د یوې ملې اجماع له لارې په کوم هېواد کې نظام جوړ نه شي نو هغه نظام به نړیوالې ټولنې ته تر پوښتنې لاندې وي.
په مطلق ډول د طالبانو له سیاست سره دننه اکثره افغانان هم موافق نه دي، افغانانو کافي پرمختګ کړی خو دغه حالت په مطلق ډول بدلون او هېواد کې اقتصادي اوج له امله هم خلک زړه نه کوي چې اوسنی حالت وزغمي.
د ټلوالې، د اهل تشیع مرورتوب او د داعش ډلې په ملاتړ تبلیغات بل مهمه وېره ده چې افغانان ورسره مخامخ دي.
دا ستونزې طالبانو درک کړې دي او ممکن هوکړه ولري چې د وضعیت مدیریت لپاره ورسره نړیوال او داخلي مخکښې څېرې ګډ کار وکړي او دغه سیاست یې څه نا څه واضح کړی هم دی، له همدې امله د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ستونزو ته په کتو هېواد کې د داسې ټاکنو خبره وکړه چې اسلامي شرایط په کې په نظر کې نیول شوي وي.
خو نړیواله ټولنه د بن کنفرانس غوندې د یوې غونډې وړاندیزونه لري چې قطر کې دې هغسې یوه غونډه راوبلل شي او پر مهمو پرېکړو دې افغانان په خپله خبرې وکړي ترڅو د ښځو حقونو او ټولګډونه حکومت مسئله هم حل شي.
په دې اړه د طالبانو لیدلوری لا واضح نه دی چې مني یې او که څنګه خو ټلواله، پخوانی ولسمشر حامدکرزی او ممکن محمداشرف غني هم له دغسې یوې هوکړې سره موافقه وکړي.
له دغو خبرو ښکاري چې غني د یوه مسوول کس په توګه چې منتخب ولسمشر ټاکل شوی و، د یادې ممکنه غونډې سکرټریت وکړي خو مشري به یې د طالبانو یو استازی چې لا معلوم نه دی په غاړه اخلي ترڅو په یوه نظام هوکړې ته ورسیږي.
په دې برخه کې هېوادونه هم یوه خوله نه دي. امریکا، پاکستان او ایران په مطلق ډول معضلې ته د غني په راتګ مخالف دي خو ترکیه، روسیه او ځینې نور غني د معضلې مهم اړخ یادوي.
دا چې د رییس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر او پخواني ولسمشر غني ترمنځ د خبرو ځينې اوازې خپرې دي او د غني له فيسبوکپاڼې د طالبانو په ملاتړ ناڅاپي پوسټ کول هم ښيي چې افغانستان ته د غني په بېرته راتګ خبرې روانې دي.