د دوحې په لیدنه کې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ وروستۍ لیدنه ګټوره وه او امریکا له افغانستان سره ګڼې ژمنې کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به بشري او اقتصادي مرستې کوي څو ددغه هېواد اقتصاد وده وکړي.
همدا راز په دې لیدنه کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د خلاصولو غوښتنه هم شوې ده چې امریکا په دې برخه کې واضح ژمنه نه ده کړې.
واک ته تر رسېدو مخکې دا په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وه چې طالب چارواکي یې هم مهمه بولي.
همدا راز په دوحه کې د اروپايي ټولنې له استازو سره هم لیدنه شوې، چې دوی هم د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
په ورته وخت کې بهرنیو چارو وزارت هم وایي، چې په دوحه کې د ا.ا.ا او امریکایي پلاویو تر منځ ناسته ګټوره وه.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې پر ګڼ شمېر سیاسي او علاقې وړ مسایلو خبرې شوې دي.
دغه راز د دوحې تړون عملي کېدل د ګڼ شمېر ستونزو د حل یوازنۍ لار بلل شوې ده.
د اعلامیې له مخې چې بشري مرستې باید په سیاسي مسایلو پورې ونه تړل شي، ځکه چې افغانان تر بل هر وخت بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري.
امریکا ژمنه کړې ده، چې له افغانستان سره به بشري مرستې کوي او له نورو نړیوالو بنسټونو به هم وغواړي، چې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي.
د ا.ا.ا پلاوي د امریکا د کېدونکو مرستو هرکلی دی او ژمنه یې کړې ده، چې یادې مرستې په شفایت سره اړمنو کسانو ته رسول کېږي او تر څنګ به یې د مرسته کوونکو بنسټونو استازو ته د راتګ او امنیت فضا برابروي.
په راتلونکې کې هم د دواړو لارو ترمنځ ددغه ډول ناستو په تر سره کېدو ټینګار شوی دی.