د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې شوي، اوس په کار ده چې دا پیسې عملاً ورکړل شي ځکه په افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي.
ګراندي همدا راز وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د اعلان شوې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې یوازې ۱۸ سلنه دوی ته رسېدلې ده.
نوموړي مرستندویو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، په هغو برخو کې چې سمدستي اړتیا ده مشخصه مرسته وکړئ.
ګراندي د افغانستان د سخت طبیعت یادونه وکړه، ویې ویل چې د دې هېواد په غرنیو سیمو کې ساړه زیات وي او ژمی هم را روان دی.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره وخت ډېر کم دی.
فلیپو ګراندي وویل، د عامه خدماتو، بانکي سیسټم او اقتصاد خرابېدل په افغانستان کې تردې هم لوی بشري ناورین رامنځ ته کولی شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ نړایولې ټولنې څخه ځینو سرچینو ویل، چې د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږي.
له دې طرحې خبرو کسانو رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي.
دوی ویلي چې دا مرستې اړمنو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي.
د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اړمنو کسانو ته پیسې د بانکونو له لارې ورکول کېږي او هر کس ته به څه کم ۲۰۰ ډالره ورکړل شي.