نړیواله ټولنه له اړمنو افغانانو سره نغدي مرسته کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

نړیوله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږي.

له دې طرحې خبرو کسانو رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي.

دوی ویلي چې دا مرستې اړمنو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي.

د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اړمنو کسانو ته پیسې د بانکونو له لارې ورکول کېږي او هر کس ته به څه کم ۲۰۰ ډالره ورکړل شي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې ویلي په پنځو کلونو کې د ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو د منلو په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ غوښتنه عملي کیدای شي، خو په دې اړه هر ډول پرېکړه د غړو هېوادونو پورې اړه لري.

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلیا جوهانسن له خطر سره د مخ افغانانو ته د خوندیتوب د ورکولو په اړه د یادې ټولنې د جګپوړو چارواکو یوې غونډې ته وویل چې دا یو اخلاقي مسولیت دی چې د امکان تر حده مرسته وشي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې اوسمهال شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال د مهاجرینو په توګه په ګاونډیو هېوادونو کې اوسیږي او د دې اړتیا ده چې اروپایي ټولنه نیمایي دغه کسان په راتلونکو پنځو کلونو کې ومني.

جوهانسن ویلي ۲۴ اروپايي هېوادونو د امریکا د تخلیې د جنجالي عملیاتو او واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په خپلو منځونو کې ۲۲ زره افغانان منلي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي