خلیلزاد: غني وتښتېد، که ا.ا پر ژمنو عمل وکړي په رسمیت یې پېژنو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

امریکا وایي که طالبان پر ژمنو عمل وکړي نو د دوی له لوري به په رسمیت وپېژندل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي طالبان دمګړی د امریکا لپاره خطر نه دی او که دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو امریکا یې په رسمیت پېژني او د نړیوالو اړیکې به هم ورسره ښې شي.

هغه یو ځل بیا د کابل د ناڅاپي سقوط او دومره ګډوډیو عامل ولسمشر محمد اشرف غني بللی او په خبره یې د تېرو هوکړو پرخلاف هغه بین الافغاني خبرې ناکامې کړي او له کابل وتښتېد.

دده په خبره ټاکل شوې وه چې واک په سوله ییزه توګه ولېږدول شي، خو اشرف غني د نوي حکومت مخالف و او د سولې په ټوله پروسه کې یې خنډونه جوړول چې له امله یې افغانستان له اوسني نامعلوم برخلیک سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې شمالي کوریا وایي امریکا د زرګونه افغانانو د وژلو او میلیونونه نورو د کډوال کېدو مسووله ده.

د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د شمالي کوریا د پلاوي مشر د خپلو خبرو پر مهال ویلي ددې وخت دی چې ملګري ملتونه د یوه ځواکمن بنسټ په توګه پر کمزورو هېوادونو د پیاوړو هېوادونو د یرغل مخه ونیسي.

دده په خبره امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې په افغانستان کې زرګونه کسان وژلي او ددغه هېواد د نارواوو له امله میلیونونه افغانان کډوال شوي چې د هر څه مسوولیت پر امریکا دی.

بلخوا د امریکا دیموکراتو سناتورانو په یوه لیک کې له سپینې ماڼۍ په کابل کې د وروستي هوايي برید او ملکي مرګ ژوبلې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې دیموکراتو سناتورانو ویلي چې دغه ډول غیر مسوولانه بریدونه د امریکا پر وړاندې کرکه پاروي او ترهګرې ډلې پياوړې کولی شي.

سناتورانو ټینګار کړی چې باید ددغه برید په اړه هر اړخیزه پلټنه وشي او تر څنګ یې دې د خونړیو وسلو د کارولو پر تګلاره هم بیا کتنه وشي.

دوی وایي چې د بې پيلوټه الوتکو په کارونه کې تل ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې نو له همدې امله د امریکا حکومت ته په کار ده چې د بې ګناه وګړو د خوندیتوب او دغه ډول وسلو د کارونې په اړه خپله پالیسي بدله کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي