بلېنکن: هیڅ فکر مو نه کاوه چې حکومت دې دومره اسانه سقوط وکړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ددغه هېواد کانګریس ته وربللی شوی و.

نوموړي یو ځل بیا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې ده؛ خو ددې هر څه مسوولیت یې پر ولسمشر ټرمپ ور اچولی دی.

دده په وینا دوی یوازې د هغه ضرب الاجل په عملي کولو مکلف و، چې ټرمپ له طالبانو سره منلی و.

بلینکن دغه راز د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکایانو له سقوط سره مخ افغان حکومت یوازې پرېښود ویلي، هېچا ګومان نه کاوه چې افغان حکومت به دومره ژر سقوط کوي او ولسمشر به له خپلو نږدې ملګرو سره یو ځای وځي.

بلینکن ویلي دوی له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو ولاړ و، خو د افغان حکومت سقوط نړۍ حیرانه کړه.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې نور د سرتېرو حضور ته اړتیا نه وه او په خبره یې خپلو موخو ته رسېدلي دي.

دا له بلینکن د پوښتنو ګروېږنو پای نه و، ټاکل شوې چې امریکايي سناتوران په راتلونکو ورځو کې له نوموړي تر دې هم سختې پوښتنې ولري.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز لیکلي د افغانستان شل کلنه جګړه په امریکا کې د سترو جنګي شرکتونو لپاره د پیسو ګټلو عالي سرچینه وه چې، د افغانانو وینو توییدو په برکت یې په میلیاردونه ډالر پکې ګټل او ځینې امریکایي چارواکي هم پکې شریک وو.

ورځپاڼه وایي دې غټو جنګي شرکتو بیا افغانستان کې واړه شرکتونه هم وزیږول چې هغو کې هم ځینې افغان حکومتي چارواکي شریکان وو او د جګړې په برکت ګټلې پیسې یې ستره فیصده له افغانستان بهر انتقالولې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي