د شمالي کوریا په اړه د مالوماتو راټولول هم ګران کار دی، ځکه دغه هیواد کې مالوماتو ته لاس رسی په نشت حساب دی.
په دې لیکنه کې کې مو د شمالي کوریا د قانون په اړه نهه داسې ټکي راخیستي، چې په لوستلو سره به يې هک حیران شئ او په دې به د خدای شکر ادا کړئ، چې ددغه هیواد تبعه نه يۍ.
ددغه هیواد حکومت ان د انسان اساسي بشري حقونو هم اخیستي او په هغوې دیکتاتوري نظام چلوي.
د قانون دا (۹) نهه حیرانوونکي ټکي په دې ډول دي:
۱ـ د درې (۳) مشخصو ټلویزوني چاینلونو د لیدلو حق لرئ.
د شمالي کوریا اوسیدونکو ته د حکومت له لورې درې (۳) ټلویزوني چاینلونه په ګوته شوي او له هغې وراخوا د بل هر ټلویزوني چاینل لیدل جرم دی.
په دغه هیواد کې له دغه درې ټلویزونو پرته بل کوم ټلویزون ته د کار اجازه هم نشته. ددې درې ټلویزونونو ټولې خپرونې د دولت تر څار او کنټرول لاندې دي.
۲ـ د مجرم درې (۳) نسلونو ته سزا ورکول کیږي.
که په شمالي کوریا کې یو کس مجرم وپیژندل شي، د هغه درې نسلونو ( نیا او نیکه، مور او پلار، او اولادونو) ته د مجرم کس سره سمه سزا ورکول کیږي. دوې اکثره ټول بندیان کیږي. ددې تر شاه راز دا دی، چې مجرم له زندان څخه د تیښتې هڅه ونه کړي.
۳ـ ښځې او نارینه باید خپل ویښتان د حکومت له حکم سره سم برابر کړي.
په شمالي کوریا کې ښځې او نارینه باید خپل ویښتان د حکومت له حکم سره سم جوړ کړي. د حکومت اوسني مشر په ۲۰۱۳ کال د ویښتانو جوړلو ۲۸ ډولونه واضح کړي، چې خلک کولای شې یو ترې وټاکې او هماغسې خپل ویښته جوړ کړي. له دې ۲۸ ډولونو وراخوا بل ډول د ویښتو جوړول جرم دی.
۴ـ د باسکیټبال نړیوال اصول نه مني.
شمالي کوریا د باسکیټبال لوبې لپاره نړیوال اصول نه مني. دوې د لوبې لپاره خپل اصول وضع کړي. د بیلګې په ډول، په دغه هیواد کې په درې ورستیو دقیقو کې یو ګول اته (۸) نمرې لري.
۵ـ په پلازمینه کې د اوسیدو لپاره باید له حکومت څخه اجازه واخلي.
د شمالي کوریا په پلازمینه (پینګ یانګ) کې یواځې شتمن خلک اوسیدلای شي. هر څوک دغلته د اوسیدو حق نه لري. دولت ګوري، که یو اوسیدونکی د ښار د پرمختګ سره مرسته کولای شي، د اوسیدو اجازه ورکوي، که نه نو، اجازه نه ورکوي.
۶ـ کورنۍ باید خپلو بچیانو ته په ښوونځې خپله میز او څوکۍ واخلي.
هغه کورنۍ، چې په شمالي کوریا کې خپل بچي ښوونځي ته لیږي، باید د تعمیراتي موادو د پیسو تر څنګ خپل بچي ته خپله میز او چوکۍ هم واخلي.
۷ـ په کورونو کې د مذهبي کتابونو ساتل منع دي.
په تاریخي لحاظ د شمالي کوریا وګړي ډیر عیسویان دي. خو په دې هیواد کې په تیرو څو لسیزو کې حکومت پرلپسې د مذهب ضد کمپاین چلولی او پر ځای یې یو خپل ځانګړي کمونیستي اصول د مذهب په توګه وړاندې کړي. په دې هیواد کې هیڅوک په کور کې مذهبي کتابونه نه شي ساتلی.
یو وخت یوې عیسوي مذهبې ښځې په شمالي کوریا کې بایبل ویشلو، پولیسو ونیوله او په دار يې وځړوله.
۸ـ ايپل، سوني او مایکروسافټ کمپنۍ خپل تولیدات نشي خرڅولای.
شمالي کوریا کې د نړۍ د ټیکنالوژۍ مشهورې کمپنۍ – ای پل، سوني او مایکروسافټ – هیڅ ډول توکي نشي خرڅولای. ددې توکو په پیر او پلور سخت بندیز دی.
۹ـ د لودیځ په ادبیاتو راواردولو او لوستلو سخت بندیز دی.
شمالي کوریا ته د ورتلونکو سیلانیانو کتابونه، لپټاپونه او موبایلونه کتل کیږي او نه پریږدي، چې د لودیځ کلتور او ادبیاتو په اړه کتاب، فلم، تصویر اویا کوم بل څه دغه هیواد ته داخل شي.