پاکستان وایي، چې دوی نور له افغانستان څخه ورتلونکو کډوالو ته پناه نه شي ورکولی.
په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل له شپیګل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې هېواد کې یې اوس هم تر څلور میلیونه ډېر افغان کډوال شته دي.
د هغه په خبره، اوس د دې وخت دی چې نور شتمن هېوادونه افغانانو ته ځای ورکړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې له افغانستان څخه په تېښته هغو کسانو پر وړاندې یې پولې پرانیستې دي چې غواړي له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته لاړ شي.
د یادونې ده چې پر کابل د طالبانو تر ولکې مخکې لا د بشري حقونو او کډوالۍ چارو یو شمېر بنسټونو د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی و چې د افغان کډوالو پرمخ خپلې پولې خلاصې کړي.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنه وایي باید له افغانستان د غیر قانوني کډوالۍ د نوې څپې مخنیوی وکړي.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو ویلي چې که وضعیت همداسې دوام کوي؛ نو ښایي په اروپايي هېوادونو کې د ۲۰۱۵ کال په څېر د کډوالۍ له امله بحران رامنځ ته شي.
دغه هېوادونو ویلي چې په ګډه به یو کنفرانس جوړوي او په هغه کې به له افغانستان د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي.
اروپايي ټولنه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو له مخې ښايي شاوخوا پنځه سوه زره افغانان د روان کال تر پایه له هېواده کډوال شي.
ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې ددغه کډوالو لاسنیوی وکړي او بشري همکاري دې نه هېروي.