له افغانستان ټول امریکایي پوځیان ووتل

سپینه تجريدي ډیزاین

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي تائید کړې چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست په دېرشمه له افغانستان ووتل او له دې سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یوه اعلامیه کې د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای اعلان کړی او د هغو امریکایي پوځیانو او افسرانو څخه مننه یې کړې چې په تېرو دوو اوونیو کې یې له افغانستان د لسګونو زرو کسانو ایستلو کې مرسته کړې.

د امریکایي چارواکو له دې اعلان څو شېبې وروسته پلازمېنه کابل د هوایي ډزو غږ او رسام مرمیو په رڼا وپوښل شو او طالبانو د خپلې بریا اعلان وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، وروستي پوځیان د شپې پر دولس بجو له افغانستان ووتل “او په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک شو “.

جنرال فرانک مېکنزي پرون دوشنبه ماسخوتن د دفاع وزارت (پنټاګون) کې خبریالانو ته وویل، چې کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن هم په دې وروستۍ الوتکه کې له افغانستان ووتلو.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې افغانستان کې د پاتې امریکایي وګړو او نورو اړمنو کسانو را ایستلو لپاره به یې دیپلوماتیکې هلې ځلې روانې وي.

امریکایي جنرال وویل، طالبانو ته یې د خپلې وتنې کره وخت نه و ښودلی، خو د دې ډلې ستاینه یې وکړه چې د امریکایانو د وتلو لپاره یې له څو ساعتونو راهیسې د کابل هوایي ډګر چارچاپېره ټینګه امنیتي کړۍ تاو کړې وه او عام خلک یې نه پرېښودل چې هوایي ډګر خوا ته ورشي.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې نږدې دوه نیم زره امریکایي پوځيان او ملکي مامورین وژل شوي او شاوخوا شل زره نور ټپیان شوي دي.

امریکا داسې وخت له افغانستان ووتله چې طالبان له پنجشیر پرته په ټول افغانستان ولکه لري.

شل کاله دمخه د امریکا په رهبرۍ ایتلافي ځواکونو په اصل کې د القاعده د ځپلو لپاره افغانستان ته ورغلل خو د طالبانو رژیم یې هم ور ړنګ کړ.

د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقته، انتقالي او جمهوري دوره پیل شوه او ترهغه نږدې ۱۴ کاله وروسته واک د انتخاباتو له لارې محمد اشرف غني ته ورسېد.

ښاغلی غني تر نږدې اته کالو ولسمشرۍ بلآخره د اګسټ په پنځلسمه د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو وروسته افغانستان پرېښود او اوس د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې مېشت دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي