د ازادي مبارزې مشهوره او تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، پوره ۱۵ کاله کیږي، چې د ازادي مبارزې سیالۍ کوي او ۲۲ ځلې نړیوالو میدانونو کې لوبېدلی، چې په همدې موخه زیات هیوادونه غواړي دی خپل هیواد ته وروبولي، خو د افغانستان سره د میني په خاطر همدلته له خپلو هیوادوالو سره پاتیږي.
فیضي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، افغانستان ټولو ځوانانو ته اړتیا لري، که چیري ځوانان له هیواده بهر ولاړ شي، نو هیواد به لمنځه ولاړ شي.
هغه لیکلې:
‹‹هیله کوم له دې وطن افغانستان څخه د پردي هیواد خواته مزې، دا وطن موږ تاسي ته اړتیا لري، که چیري دا زموږ ځوان کدرونه او ځوان استعدادونه بل هیواد ته لاړ شي زموږ وطن افغانستان داسي کیګي لکه: بې ستنې چت، موږ تاسي ځوانان ددې وطن ستنې یو که چیري لاړ شو نو دا وطن نړیګي، هیله کوم دا خپل هیواد مه پریګدئ هر څه به د الله تعاالله په فضل سم شي.››
عبدالسمیع فیضي ددې ترڅنګ لیکلې:
‹‹پوره ۱۵ کاله کیګي MMA لوبې کوم چي ۲۲ ځله مي په نړیوالو میدانونو کي خپل د هیواد نوم او بیرغ جیګ کړی، خپل هیواد او هیوادوالو ته مي ویاړونه، فخر او خوشحالې راوړې دي، زه باوجود ددې چي کولی شم بل هیواد ته ولاړ شم, د هر هیواد دروازه زما پر مخ خلاصه ده او په ډیره لیوالتیا ما غواړي؛ اما زه هیڅکه خپل هیواد افغانستان او خپل وطنوال نپریګدم او نه ځم.››
ښاغلي فیضي د خپلو خبرو په وروستیو کې لوبغاړو ته په یوه بیغام کې ویلې:
‹‹ځیني لوبغاړي کوښښ کوي چي له هیواده بهر شي، زما پیغام هغو ته همدا ده چي تاسي بیا وایاست موږ وطن ته خدمت کوو، که چیریږي هدف مو خدمت وي، نو ولي کوښښ کوی پردي هیواد ته لاړ شي، پاتي شئ او خپل وطن ته بیا ویاړونه راوړئ. الله دي زموږ وطن آباد او زموږ وطنوال یو موټې کړي. چي هر نظام وي خو سوله دي وي آرامي دي وي او زموږ د ځوانانو استعدادونه دي خاوري نشي چي په هره برخه کي وي.››