د هیواد روانو حالاتو پاراُلمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي له ګډونه محروم کړل

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د جاپان په توکیو ښار کې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه د پاراُلمپیک سیالۍ پیلیږي، چې په دې سیالیو له افغانستان څخه دوو لوبغاړو نارینه او ښځینه ورته لاره پیداکړې ده، خو د هیواد د روان وضعیت له امله دوی نشي کولای په دې سیالیو کې ګډون وکړې.

 

ټاکل شوې وه، ذکیه خداداي په تکواندو او حسین رسولي بیا په اسکیت ورزشي رشته کې د افغانستان په استازیتوب د پاراُلمپیک سیالیو په لړ کې له خپلو سیالانو سره راڅرګند شوي وای، چې سفر یې وړمه ورځ سې شنبه پلان شوی و، خو روان وضعیت او د کابل په هوایي ډګر کې ګډوډ حالت د دوی د سفر کولو خنډ شول.

 

دا خبر لومړی د پاراُلمپیک سیالیو یو تن مسئول کریګ اسپنس او له هغه وروسته بیا د افغانستان د پاراُلمپیک سیالیو فدراسیون تائید کړ او ویلې یې دي، چې د پروازونو بندېدل، د ۲۰۲۰م کال په پاراُلمپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون لغوه کړ.

 

بل پلوه ذکیې خداداي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلې، چې په دې سیالیو کې د ګډون په موخه باید ورسره مرسته وشي.

 

هغې زیاته کړې:

 

‹‹زه ستاسو څخه غوښتنه کوم، چې زه یوه افغانه ښځه یم او د افغانستان په استازیتوب غواړم د ۲۰۲۰م کال په پاراُلمپیک سیالیو کې ولوبېږم. هیله لرم راسره مرسته وکړئ، ترڅو په دې سیالیو کې ګډون وکړم.››

 

د پاراُلمپیک سیالۍ او رتلونکی پړاو یې

 

ټاکل شوې د جاپان په توکیو ښار کې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه د پاراُلمپیک سیالۍ پیل او د سیپټمبر میاشتې تر ۵مي نېټې پورې ترسره شي.

 

دا سیالۍ چې یوازې د معلولو لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي، د افغان لوبغاړ په ګډون پکې ۵۴۰ لوبغاړو په ۲۲ بېلابیلو ورزشي رشتو کې ورته لاره پیداکړه.