په هندۍ لوبډله کې تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي څوک دي؟ دلته پرې خبر شئ؛

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو هغو لوبغاړو لیست خپور کړی، چې دوی ورسره د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۱م کال تر سیپټمبر میاشتې پوري قرارداد لري او ترڅنګ یې هغه بیې هم خپرې کړې، چي یادو لوبغاړو ته له کاله ورکول کیږي.

د هند کرکټ بورډ د ۲۸ لوبغاړو سره په بېلابیلو کټګوریو ( اې پلس، اې کټګوري، بي کټګوري او سي کټګوري) کي قراردادونه کړي، چي یادي کټګورۍ هره یوه یې بېلابیلې بیې له کاله لري.

 

کټګورۍ

 

اې پلس کټګوري کې لوبغاړو ته د کال څخه ۷ کروړه یا ۷۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکوي.

اې کټګوري کې لوبغاړو ته د کال څخه ۵ کروړه یا ۵۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکوي.

بي کټګوري کې لوبغاړو ته د کال څخه ۳ کروړه یا ۳۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکوي.

سي کټګورۍ کې لوبغاړو ته د کال څخه ۱ کروړ یا ۱۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکوي

 

په اې پلس کټګوري کې لوبغاړي، چې له کاله ۷۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکول کیږي

 

۱ـ ویراټ کوهلي

۲ـ روهیت شرما

۳ـ جسپریت بومرا

 

په اې کټګوري کې لوبغاړي، چې د کال څخه ۵۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکول کیږي

 

۱ـ رویندرا ایشواین

۲ـ رویندرا جدیجا

۳ـ چیتیشوار پوجارا

۴ـ اجینکا رهاني

۵ـ شکر داوان

۶ـ کېل راهول

۷ـ محمد شامي

۸ـ ایشانت شرما

۹ـ ریشپ پنټ

۱۰ـ هارډیک پانډیا

 

په بي کټګوري کې لوبغاړي، چې د کال څخه ۳۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکول کیږي

 

۱ـ وریدهیمان شاه

۲ـ یمېش یاداو

۳ـ بنوېشور کمار

۴ـ شردیل ټاکور

۵ـ میانک اګروال

 

په سي کټګوري کې لوبغاړي، چې د کال څخه ۱۰ میلیونه هندۍ کالداري ورکول کیږي

 

۱ـ کلدیپ یاداو

۲ـ نودیپ ساین

۳ـ ډیپک چاهار

۴ـ شبمن ګېل

۵ـ هانوما ویهاري

۶ـ اکسر پټېل

۷ـ شیریاز آیر

۸ـ واشنګټن ساندر

۹ـ یوزیندرا چاهال

۱۰ـ محمد سیراج