امریکایي استازي وایي ژر به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته راوبولي.
نیوز ویک د امریکایي استازو په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې له روان وضعیت خبرېږي نو له همدې امله په دغه هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي ته اندېښمن دي.
د سرچینې په خبره بلخوا دا چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر ښارونو یې بریدونه پيل کړي دي، نو ځکه باید امریکايي استازي په دې اړه د واحد دريځ لرلو لپاره ځانګړې غونډه جوړه کړي.
استازو زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي خپله طرحه جوړه کړي او هغه د بایډن ادارې ته وسپاري.
امریکایي استازي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي امریکا او پاکستان په هېواد کې د روانې جګړې اصلي مسوولین بولي او له نړیوالو بنسټونو ددغه هېوادونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې له افغان ځواکونو یې ملاتړ پر خپل ځای دی، خو له دې سره سره یې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
جو بایډن ویلي دوی د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز، د معاشونو ورکړې او نورو برخو کې د دوی ملاتړ ته ژمن دي او دغه ځواکونه کولی شي د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي.
بایډن ویلي افغان ځواکونه پیاوړي دي، د دوی شمېر ډېر دی او دوی باید طالبان مات کړي.
هغه همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه پوره معلومات لري او هره ورځ د پېښو جزیات ورسره شریکېږي، نو له همدې امله دی ډاډه دی چې افغان ځواکونه به د طالبانو د تهاجمي بریدونو مخه ونیسي.
بایډن ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې یې پر افغان ځواکونو میلیاردونه ډالر لګولي دي او اوس ددوی مسوولیت دی چې له خپل هېواد دفاع وکړي.