اپریل 19, 2021

چارواکي: د داعش مهم غړی او په کابل پوهنتون د برید طراح ونیول شو

دملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرت علی مشهور په ابو سعید اعظم مشهور په شاهین ننګرهاری مشهور په حمزه خراسانې د دوه شکمنو کسانو سره یو ځای ونیول شو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي چې نیول شوي حضرت علي د کابل پر پوهنتون ډلیز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو سره او آن په عراق، سوریه او د بلجیم هیوادونو د داعش غړو سره اړیکې درلودي.

د رسنیو دفتر زیاته کړې ده چې دغه کس د عامه ولسونو په زړونو کې د ویرې خپرولو په موخه د یادې ترهګرې ډلې لپاره تبلیغات هم پرمخ وړل.

ورته معلومات د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل هم په خپله رسمي ټویټر پاڼه خپاره کړي ول.

د حکومت دوه دعوې

د ننګرهار د رسنیو دفتر دا ادعا داسې مهال کوي چې له دې وړاندې هغه مهال چې پر کابل پوهنتون برید وشو، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې ددې برید اصلي عاملین طالبان دي او ځیني کسان یې نیولي هم دي.

تر اوسه حکومت څه نه دي ویلي چې ولې یې دوه ډوله ادعاوې کړې، ځکه یو ځل په داعش او بل ځل په وسله والو طالبانو ادعا شوې ده، حال دا چې دا دوه جلا وسله والې ډلې دي.

وبه لیدل شي چې حکومت او په ځانګړي ډول ښاغلی صالح دې خبرې خبر ته څه ډول غبرګون لري.