د امریکا ددفاع وزارت وایي افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې د لویو بدلونونو وړتیا لري، خو دا هر څه د افغان حکومت په رهبرۍ پورې تړلي دي.
د پنټاګون ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو بیا هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي.
سرچینه وړاندې لیکي، چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو بریالي کېدل د حکومت په مشرۍ او رهبرۍ پورې تړلې ده او باید روان وضعیت مدیریت کړلی شي.
کربي همدا راز وایي، چې افغان ځواکونه پوره وسلې، مهمات او تجهیزات لري خو بیا هم د اړتیا پر مهال امریکا ددوی تر څنګ ولاړه ده.
هغه ویلي پنټاګون د بایډن له امر سره سم له افغانستان د سرتېرو په ایستلو بوخته ده او د روانې میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو شمېر امریکایي ډیپلوماټانو له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي، چې د افغانستان په اړه بېړني او پر ځای اقدامات وکړي، ځکه د دوی په باور تر اوسه پورې لا د دغه هېواد د ژغورنې لپاره ناوخته نه دی.
دغو ډیپلوماټانو چې تر ډېره یې په افغانستان کې خدمت کړی دی په یو مطلب کې یې ویلي، چې د طالبانو وروستیو بریدونو د بایډن پرېکړه ننګولې ده او ښایي دغه هېواد یو ځل بیا پخوانیو کلونو ته ستون شي.
د مطلب لیکوالانو څرګنده کړې چې تر اوسه پورې د افغانانو د ماتې خبره له وخت مخکې ده؛ خو ټینګار کوي، چې یو بشري ناورین له امکانه لرې نه دی.
هغوی له بایډن څخه غوښتنه کړې ده چې افغانستان دې یوازې نه پرېږدي او له افغان ځواکونو دې د جګړې په ډګر کې هوایي ملاتړ دوه برابره کړي.
دوی دغه راز له بایډن څخه غوښتي، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره نړیوال ملاتړ خپل او اجازه ورنه کړي چې دا هېواد یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په سرخوږي بدل شي.