د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو په موخه د طالبانو د بریدونو له پیل سره هممهاله امریکا د افغان ځواکونو په ملاتړ د دغې ډلې د جنګیالیو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي، طالبانو د امریکا دا کار په افغان چارو کې لاسوهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی له افغان حکومت سره د اوربند کوم تړون نه دی لاسلیک کړی نو امریکا دې مداخله نه کوي.
رویټرز اژانس د الجزیره تلویزیون په حواله د طالبانو د سیاسي دفتر د یو ویاند له قوله ویلي، چې دوی له حکومت سره د اوربند هیڅ ډول تړون نه دی لاسلیک کړی نو پر همدې بنسټ د امریکا وروستي بریدونه په افغان چارو کې لاسوهنه ده، چې باید بنده شي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د جو بایډن تر اعلان وروسته د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو د افغانستان په ځینو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکو تېره ورځ ناوخته د جوزجان په مرکز شبرغان کې د طالبانو پر یوه ګروپ هوایي بریدونه کړي دي.
ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په دې برید کې شاوخوا ۶۵ طالبان وژل شوي دي.
طالبانو د دغه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند هم تایید کړې، چې دوی هوایي بریدونه پيل کړي خو د وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
هیره دې نه وي، چې ډیلې مېل په خپل راپور کې ویلي وه، ولسمشر بایډن د امریکا بي-۵۲ او نورو پرمختللو الوتکو ته امر کړی دی چې په افغانستان کې هغه طالب وسله وال په نښه کړي چې پر ښارونو د بریدونو پلان لري.
په راپور کې راغلي، چې دا بریدونه به په هغو درېیو ولایتونو کې پیل شي چې طالبان یې اوسمهال د نیولو هڅه کوي او یا یې نیولي دي.
بي-۵۲ هغه پرمختللې جنګي الوتکې دي چې کولی شي تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت په هوا کې وګرځي او دغه راز له ډېر لرې خپل هدف په ښه توګه وولي.