امریکا: افغان حکومت دې د ځواکونو د دفاع لپاره ستراتېژي جوړه کړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په کابل کې د امریکا سفارت له افغان حکومت غوښتي چې له افغان ځواکونو او جمهوريت څخه د دفاع لپاره یوه ستراتېژي جوړه کړي.

د دغه سفارت سرپرست راس وېلسن نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د طالبانو د پرمختګونو په اړه اندېښمن دي، خو د افغان ځواکونو پر وړتیا باور لري.

نوموړي د داسې یوې ستراتېژۍ د جوړولو غوښتنه وکړه چې افغانان د ځواکونو په پیاوړتیا ډاډمن کړي.

وېلسن د دغه ستراتېژۍ د جزئیاتو او څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه ‌ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان حکومت پیاوړي امنیتي ځواکونه لري او دوی له افغان امنیتي ځواکونو سره کار کوي.

په ورته وخت کې روسي چارواکو هم ویلي، چې د دې احتمال ډېر لرې دی چې طالبان دې په افغانستان کې واک ترلاسه کړای شي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د اوس وخت لپاره دا احتمال ډېر لرې دی چې طالبان به په زور واک ترلاسه کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې د ملي روغې جوړې پروسه به پیلېږي چې په پایله کې به یې د ملي تړون حکومت جوړ شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم دا احتمال چې طالبان به ټول افغانستان ونیسي ډېر لږ بللی. کابلوف ویلي، فکر نه کوي چې طالبان دې افغانستان ونیولی شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي