د سي ای اې پخوانی مشر: افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله امریکا ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

امریکايي جنرال او د سي ای اې پخوانی مشر وایي د امریکا تېروتنو افغانستان کورنۍ جګړې ته راوستی دی.

پیتریوس وایي امریکا د سرتېرو په ایستلو او په دغه هېواد کې په بې شمېره بې پرواییو وضعیت ترینګلی کړی دی او په خبره یې د سرتېرو د ایستلو اوسنۍ بڼه هم ناسمه او د دغه هېواد په زیان دی.

پتریوس وایي له یوې خوا په افغان حکومت کې فساد، کمزوری مدیریت او سیاسي بې اتفاقي د وضعیت د ترینګلي کېدو سبب شوې ده او له بلې خوا د امریکايي ځواکونو بې وخته او ناسم وتل د جګړو د دوام او مخالفینو ته د روحیې د ورکولو سبب شوي.

هغه په پاکستان کې د ترهګرو ډلو او وسله والو طالبانو امن مرکزونه هم د اندېښنې وړ بللي دي او په خبره یې څو چې پاکستان په کوټه او بلوچستان کې د طالبانو پر وړاندې اقدام ونه کړي دغه ډله به مذاکراتو ته لیوالتیا پیدا نه کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په ټول افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ، د حیاتي زېربناوو تخریب او د افغانانو د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښونه، اعلامیې او نور اقدامات په کلکو ټکو غندي.

د یاد سفارت په خبره، دا هغه لاسته راوړنې دي چې دوی ترې په بشپړه توګه ملاتړ کړی دی.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې پراخو جګړو او تاوتریخوالي د عامو افغانانو ژوند هم تریخ کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي